افغان جګړه سياسي او تعويضي بڼه لري – عرفان حسن

افغان جګړه سياسي او تعويضي بڼه لري – عرفان حسن

…هغه مهال، چې د شوروي اتحاد پوځي قوتونو په افغانستان کې حضور درلود زموږ ګاونډيانو په تېره بيا د پنجاب حکومت د شورويانو څخه پدې ډار درلود،چې ګواکې هغه سيمې چې له افغانستان سره پرې جنجال او اختلاف لري د شوروي په يرغل به افغانانو ته وسپارل شي. او د افغان حکومت تر حاکميت لاندې به قرار ونيسي.همداشان که تاريخ ته ځغلنده نظر وکړو،دبهرنيانو په شمول زموږ حريصو ګاونډيانو د خپلو شومو موخو پخاطر زموږ په ګران هېواد کې د جګړې ډګر ګرم ساتلى او لا هم ادامه لري.

هغه مهال،چې د پنجاب حکومت  له شوروي څخه په وېره کې و،او هم مهال يې د افغان حکومت سره مناسبات چندان ښه نه وو پاکستان ته يوه موقع په لاس ورکړه،چې هغه پاکستان ته د افغان حکومت ځينو مخالفينو ورتګ و،دوى پردې بريالي شول چې دغه ډله سره منسجمه او د اففان حکومت پر ضد کړنو ته امده او بيا يې پر ضد استعمال کړي چې همداسې وشول. له دوى يې مجاهدين جوړ کړل او د افغان حکومت او شورويانو پر ضد يې نظامي زده کړې ورکړې. ددې ډلې پر مټ د پاکستان موخه داوه،چې د هغه مهال افغان حکومت کمزورى کړي او د پرمختګ مخه يې ډب کړي.او پر افغان خاوره ددوى واک ته رسول و څو د اسلام آباد حکومت وکړي چې اوس هم د پاکستان اوسنى صدراعظم پدغه فکر دى چې په مکرر ډول يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله کړې او د مٶقت حکومت مشورې يې ورکړي.

د مجاهدينو چې کومه توقع کېدله هغسې ونه شول او پدې لوبه کې پاکستان پاتې راغى ځکه دوى د قدرت پر سر ګوته په ماشه شول او کورنۍ جګړې پيل شوې.کله چې د اسلام آباد موخه ترلاسه نشوه مجبور شو،چې پدې اړه د جګړې په بل پړاو غور وکړي همدا و ،چې د جګړې د بديل ډلې په فکر کې شو،چې د خپلو استخباراتي ماموريت په ترڅ کې يې په قندهار کې فعاليت پيل کړ.

په ډېره کمه موده کې يې د امارت تحريک په مټ کندهار ته د پاټکيانو په ضد سقوط ورکړ.تر دې چې تحريک يې په خپلو مرستو په نږدې ټول افغانستان  حاکم کړ.

وقتي چې له پينځه کلن حکومت وروسته محده ايالاتو په افغانستان بريد وکړ يوه توطيه وه محده ايالاتو د طالب حکومت په خوا و شا يوه مياشت کې سقوط کړ.چې دادى تر اتلس کالو وروسته هم طالب له امريکا او افغان حکومت سره په جګړه کې لګيا دى،پوښتنه داده چې بهرنيانو په يوه مياشت کې د طالب حاکم جوړ حکومت ړنګ کړ اما اتلس کاله کې يې ونه ځپلى شو?دلته د برنيانو نيت موږ ټولوته معلوم دى چې بهرنيان نه غواړي چې طالب او ورته ډلې وځپي موږ ددې شاهد يو چې دوى په مکرر ډول ددې پر ځاى چې وسله والې ډلې په نښه کړي زموږ ملي پوځ او بې ګناه وګړي يې وخت پر وخت په نښه کړي دي.

چې دا په خپله د مخالفو تقويه کول دي.بل لور ته که په قطر کې د جګړې دښکېلو خواوو څخه د بندو دروازو تر شا د پرمختګ خبرې کيږي؛او هېڅ افغان او حتى ارګ دې په جرياناتو ناخبره وي خپله دا معنا ورکوي چې ښکيل اړخونه په خپلو ګټو سره وران دي او

هر اړخ پدې هڅه کې دى چې لوى امتياز واخلي.

بل لور ته د متحده ايالاتو اساسي موخه په ګران هېواد او سيمه کې دايمي حضور دى،چې ددې لپاره يې د جګړې بديله ډله له مخکې فکر کړى او نوى ډله د ايجاد تور پرې پورې دى.

ددې تر څنګ دوى په هېواد کې د شلو په شاوخوا کې ددولت مخالفو جنګي ډلو خبر ورکوي که له طالب سره د قطر روان مذاکرات مثبته پايله ورکړي، او له افغان حکومت سره يو ځاى شي، بل خوا د شلو جنګي او تروريستي ډلو تضمين متحده ايالاتو ته څوک ورکولى شي

چې د امريکا پر وړاندې به افغان خاوره نه استعماليږي؟

چې دا تضمين خورا سخت دى.

په پايله کې ويلاى شو،چې په هېواد کې روانه جګړه د بې رحمه امريکې،زموږ حريصو ګاونډيانو د خپلو شومو موخو لپاره له ډېر پخوا پيل کړې او لا ادامه لري.

څو چې دجګړې بيروني او داخلي اړخونه له خپلو شومو موخو او شخصي ګټو تېر نشي،څو چې افغانان سياسي شغور،علمي پوهه او د وطن پرستۍ احساس ژوندى نشي د مفسدو چارواکيو خلاص نشو جګړه به روانه وي قرباني کيږو به موږ بې ګناه افغانان او د جګړې ډلې به تعويضي بڼه خپله کړي.



مقاله، افغان جګړه
t