فرهنګيان: د غازي امان الله خان د فکر او تګلارې د تداوم لپاره کار کوو

فرهنګيان: د غازي امان الله خان د فکر او تګلارې د تداوم لپاره کار کوو

د پکتیا ولایت مدني او فرهنګي فعالانو، ادیبانو، د پوهنتون استادانو او شاعرانو د هېواد د خپواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د یوې ادبي راټولنېدنې په ترڅ کې وویل، چې دوی به د سلګونه زره شهيدانو د وينو په زور د اخیستل شوې او ساتل شوې ملي خپلواکۍ څخه د قلم په زور پالنه وکړي او د غازي امان الله خان د فکر عامولو او د هغه د تګلارې د تداوم لپاره به کار وکړي.
دغه راټولېدنه چې د پکتیا ولایت په مېلمستون کې ترسره شوه، د پکتیا والي شمیم خان کټوازي هم پکې ګډون درلود چې د خپلې وینا په ترڅ کې یې د غازي امان الله خان پر ژوند او مبارزې رڼا واچوله او ویې ويل، چې افغانستان اوسهمال هم د هماغه وخت په څېر د بهرنیو له دسيسو او یو شمېر داخلي بې لارې شویو کړیو لخوا ننګول کیږي خو افغانان باید د تاریخ بدمرغه تکرار ته اجازه ورنکړي.
د غزلیز ماښام ګډونوالو په خپلو خبرو او شعرونو کې د خپلواکۍ انګېزې زمزمه کړې چې د نورو ګډونوالو لخوا وستایل شول. په دغه ناسته کې د کابل، خوست او پکتیکا د شاعرانو او ادیبانو تر څنګ د پکتیا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي زده کړیالانو هم ګډون کړی و او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت یې په خپلو لاسونو جوړ شوي تعميري موډلونه نندارې ته وړاندې کړل. دوی وویل چې د موډلونو له جوړلو او نندارې ته وړاندې کولو څخه یې موخه د شاه امان الله خان د رغنیز فکر عامول دي



t