پکتیا: د ټېکنالوژۍ ښارګوټی جوړیږي

پکتیا: د ټېکنالوژۍ ښارګوټی جوړیږي

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي تر مشرۍ لاندې اونيزه اداري غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې د پکتيا د مخابراتو رئیس انجنير عبدالله توتاخېل په خپلو خبرو کې وويل، چې په پکتيا کې د علمي او خصوصي سکتورونو لپاره د مخابراتو وزارت له لوري د ټيکنالوژۍ ښارګوټی جوړيږي.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد ښارګوټی کې به يو شمېر کارونه او ستونزې په انلاين توګه هواريږي، چې په ۳۰ جرېبه ځمکه کې به په عصري ډول جوړ شي. توتاخېل له ښاروالۍ او ځمکو رياستونو له مسؤلينو وغوښتل، چې د ياد ښارګوټي لپاره ورته مناسبه ځمکه ځانکړې کړي.
پکتيا مرستيال والي د ځمکو رئیس او ګردېز ښاروال عصمت الله خالد ته دنده وسپارله، څو د پکتيا د مخابراتو رياست اړوند د ټيکنالوژۍ ښارګوټي لپاره د مناسبې ځمکې په ځانګړې کولو کې لازمه همکاري وکړي او هر څه ژر ياد ښارګوټي لپاره مناسبه ځمکه ځانګړې کړي.




t