د غازي امان الله خان په نوم درې تجارت کوونکې ډلې

د غازي امان الله خان په نوم درې تجارت کوونکې ډلې

لاندي درې ډلي د غازي امان الله خان په نوم سیاسي تجارت کوي او د ځان د ښه ښودلو او ځان ته د «مترقي» پرستېژ ورکولو درواغجن تمثیل کوي، خو ماهیتاً د پېرنګي، حبیب الله کلکاني او غدار نادر انډیوالان دي او نن ورځ هم که موکه ورته برابره سي؛ خپله اصلي څېره ښيي:

۱ – هغه اشخاص او ډلي چي په افغانستان کي د امریکا، انګلستان او ناټو اوسنۍ وسله وال حضور په شعوري ډول تائیدوي. ولي امان الله خان اول وار د داخلي ارتجاع پر ځای پر استعمار وکړ؟ ځکه استعمار د خپل ماهیت له مخي اقتصادي، فرهنګي او سیاسي وروسته پاته توب نه یوازي له منځه نه وړي؛ بلکې لا یې تشدیدوي. فلهذا، د یوه هیواد د اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي پرمختګ لپاره تر هر څه وړاندي د استعمار، کانونالیزم او امپریالیزم لاسونه لنډول په کار دي. د غازي امان الله خان د فصل اوله برخه د پیرنګي استعمار څخه د افغانستان د سیاسي استقلال اخیستل وه. زموږ لېبرال روشنفکر نمایان دي د غازي امان الله خان په اړه، تر هر څه وړاندي دغه ټکی په پام کي ونیسي. نن ورځ هم که څوک غواړي، د غازي امان الله خان ارمانونه د ملي پرمختګ او ملي ریفورمیزم پر برابر پوره کړي؛ دده د اقداماتو سره سم اول باید خپل ضدیت په هیواد کي د نړیوال امپریالیزم د وسله وال حضور سره وښیو او د خپله هیواده د دوی د وتلو غوښتونکي سو. د هغه لېبرال تکنوکراتانو سره چي د امپریالیزم پر اوږو راغلي دي؛ د غازي امان الله خان یادونه لا خوند نه کوي!

۲ – هغه اشخاص او ډلي چي د ملي ریفورمیزم، ملي اقتصاد د پرمختګ، صنایعو د ایجاد، اجباري تعلیم او تربیې، د ښځو د حقوقو او نورو ډموکراتیکو او مدني اصولو او ارزښتونو خلاف دي او د اسلام په نوم د سیاسي ډلو حاکمیت غواړي؛ هم دي د غازي امان الله خان یادونه نه کوي. د غازي امان الله خان دوهم فصل، د پیرنګي استعمار تر ځپلو وروسته، د ملي ریفورمیزم پیل او د وخت د عصري تقاضاوو او غوښتنو سره سم د افغانستان عیارول وه.

۳ – هغه اشخاص او ډلي چي غدار نادر او دده د کورنۍ کړني تائیدوي؛ هم د غازي امان الله خان په نامه باندي سیاسي تجارت کوي. غدار نادر نه یوازي غازي امان الله خان د بیا ځلي واک اخیستلو څخه محروم کړی، بلکې د افغاني روښانفکرانو د لومړي نسل زرګونه – زرګونه کادرونه یې د امان الله خان د پلویتوب په تور ووژل. ترڅنګ یې هاشم خان خو بېخي په ایټالیا کي د امان الله خان د ترور پلان جوړ کړی وو.

*** یادي درې سره ډلي که د غازي امان الله خان په وخت کي وای؛ حتماً یې یا د پېرنګي خوا نیول، یا د کلکاني خوا او یا د غدار نادر طرف. دوی اوس هم ماهیتاً هغسي دي او د هر مترقي خوځښت او ګام په وړاندي به هغسي شاتګپاله او ارتجاعي غبرګون وښيي.

یما سیرت



افغانستان، تاریخي ورځ کلتور
t