برازیل د ۹م ځل لپاره د کوپا امریکا سیالیو اتلولي خپله کړه

برازیل د ۹م ځل لپاره د کوپا امریکا سیالیو اتلولي خپله کړه

د ۲۰۱۹م کال د کوپا امریکا سیالۍ ۴ اونۍ مخکي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د برازیل هیواد په کوربتوب پيل سوي وې، چي پرون یکشنبه د برازیل فوټبال ملي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

ددې سیالیو پایلوبي ته د برازیل سره پیرو فوټبال ملي لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي ۳ ګولونه پر ۱ برازیل په یاده پایلوبه کي پيرو ته ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.

برازیل تر دې مخکي په ۱۹۱۹، ۱۹۲۲، ۱۹۴۹، ۱۹۸۹، ۱۹۹۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کلنو کي د کوپا امریکا دا جام ګټلی.

د ۲۰۱۹م کال د کوپا امریکا سیالیو غوره لوبغاړی د برازیل هیواد څخه ډاني آلویز وټاکل سو او غوره ګول ساتونکی هم د برازیل هیواد څخه آلیسون بکر وټاکل سو.

دا د کوپا امریکا ۴۶م پړاو سیالۍ وې، چي پکښي برازیل لومړی، پيرو دوهم، آرجنټاین دریم او چیلي بیا څلورم مقام خپل کړ.

صابر حمیدي

 


د کوپا امریکا سیالي قهرماني
t