کونړ: په ۸،۸ میلیونه افغانیو بریښنا ریاست ته ودانۍ جوړیږي

کونړ: په ۸،۸ میلیونه افغانیو بریښنا ریاست ته ودانۍ جوړیږي

د کونړ برېښنا ریاست نوې ودانۍ چارې په بشپړېدو دي.
یاده ودانۍ،چې د افغانستان برېښنا شرکت د (۸٬۸) میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي (۹۵) سلنه چارې یې بشپړې شوي دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د یوشمېر مسوولینو په ملتیا د یادې ودانۍ چارې له نږدې وکتلې او د شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه،چې کارګړندی او کېفیت ته یې زیاته پاملرنه وکړي .
کونړ والي وایي د هېواد د خپلواکۍ بیرته ګټلو سلمه کلیزه د تاریخ یو نوی باب دی او د دغې ورځې رارسېدو په ویاړ به دې ولایت کې لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپاري .




t