ننګرهار: په بلخ کې د سوک وهنې سیالیو ګټونکي وستایل شول

ننګرهار: په بلخ کې د سوک وهنې سیالیو ګټونکي وستایل شول

د ننګرهار ولایت د مسلکي سوک وهنې دیارلس لوبغاړو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په بلخ ولایت کې د دیارلس ولایتونو ترمنځ پیل شوو سیالیو کې د غوره مقامونو ګټلو وروسته جلال اباد ته را ستانه شوه،چې د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل له لورې ورته ځانګړی هرکلی وویل شو.
ښاغلي میاخیل خوښي وښوده،چې د سلطان سکندري،ضیا الله کرامتي او دلبرخان په نومونو لوبغاړو یې د خپلواکۍ په مناسبت په پیل شوو سیالیو کې چلنجي کمربندونه او د احمد طارق، عباس یوسف زي او سیرت شینوارو په نومونو درې نورو لوبغاړو یې د اتلولۍ کپونه ګټلي دي .
هغه یادو لوبغاړو ته د هر کلي په موخه پښتونستان څلور لارې ته ورغی او دوی ته یې د دې بریاوو له امله مبارکي ورکړه او په راتلوونکو سیالیو کې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه .



t