بلخ: ۴ تنه د ناقانونه وسلو او نشه يي توکو سره د تړاو په تور ونیول شول

بلخ: ۴ تنه د ناقانونه وسلو او نشه يي توکو سره د تړاو په تور ونیول شول

په بلخ ولایت کې ۴ تنه د غیر قانوني سلاح ګرځولو او د نشه يي توکو د خرڅولو په تور نیول شوي دي.

دا کسان د بلخ پولیسو په دوو بیلابیلو عملیاتو کې د بلخ مرکز کې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه تنه یې ددوه میله کلاشینکوف د مزار شریف ښار له تصدي پل سیمه کې نیولي دي.

همدارزا دوه نور بیا د یو کیلو ګرام نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو د ښار نهمه ناحیه کې نیول شوي دي.

د نشه يي توکو پر ضد افغان حکومت مبارزه جدي شوي ښکاري، ځکه هره ورځ د هیواد له مختلفو سیمو د ګڼو کسانو او بیلابیلو نشه یي توکو د نیولو خبرونه ورکول کیږي.

 



بلخ، ناقانونه وسلې او نشه یی توکي
t