په ماشومانو کي د فشار(سټریس) نښي، دلیل او درملنه يې

په ماشومانو کي د فشار(سټریس) نښي، دلیل او درملنه يې

سټریس امکان لري تر څو انسان يې د ژوند په هره مرحله کي تجربه کړي، خو په کوچنیوالي کي کېدای سي پر ماشومانو ډېر بد تاثیرات په اوسمهال  او همدا راز په راتلونکي کي ولري.

په ماشومانو کي د سټریس د پیدا کېدو لاملونه:

پر ماشوم باندي د کور، مکتب یا مدرسې تکالیف او مسؤلیتونه.

د ماشوم ناروغي یا هم هغه ته د نژدې اشخاصو ناروغي.

د محیط تغیرات.

د کورنۍ د غړو شخړي یا هم د کورنۍ نور مشکلات.

د والدینو لوړه توقع له خپلو ماشومانو څخه.

ماشوم ته آزار رسېدل او داسي نور…

د سټریس نښي:

د اشتها کموالی یا یې هم په خوراک کي تغیرات.

د سر د درد، نس درد یا هم د نورو غیرمعمولي او بې سببه دردونو احساس کول.

د ناروغۍ په مقابل کي ضعف.

په خوب کي ګډوډي.

د شپې لخوا ادرار کول.

د نااشنا خلکو، تاریکۍ یا یوازیتوب څخه بېره درلودل.

پرېشاني، ډېره ژړا او داسي نور…

د ماشومانو سره د سټریس په وخت کي څه ډول رفتار وکړو؟

د خپلو ماشومانو سره مو خبري وکړئ. د هغو د احساساتو په اړه ورسره وږغېږئ، هغوی ته ووایاست« داسي ښکاري چي اندېښمن یې ایا ماته یې علت ویلای سی» د هغوی احساساتو ته کمه توجه مه کوئ.

د ماشومانو سره مو د خبرو په وخت کي یوازي هغوی ته غوږ ونیسئ او مخکي تر مخکي هغوی ته نصیحت مه شروع کوئ، یوازی د یو دوست په څیر د هغوی خبری واورئ.

ماشومان د احساساتو سره بلد نه وي هغوی نسي کولای د خپل غم، غوصې یا تشویش احساس بیان کړي نو کله چي تاسی وینئ چي ماشوم مو د ناامیدۍ احساس کوي د هغوی تر مخه تاسی په خبرو شروع ورسره وکړئ او هغوی ته وښایاست چي خپل احساس څنګه بیان کړي.

د مسایلو په حل کي مو د ماشومانو سره مرسته وکړئ، کله چي مو ماشوم د یوی موضوع له کبله د هغوی په فکر اندیښمن یا خپه و‎ي نو د هغوی سره د هغه مشکلاتو په حل کي مرسته وکړئ، هغوی ته لارښونه وکړئ چي څه باید وکړي.

کله چي د خپلو ماشومانو د ځینو کړنو له کبله نارامه کيږی نو هغوی ته دا احساس مه ورکوئ.

د خپلو ماشومانو سره مو همدلی وکړئ هغوی ته دا احساس ورکړئ چي تاسی یې درک کوی.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي ماشومان
t