د وینا فن

د وینا فن

تاسي هره ورځ د ډېرو خلکو سره مخامخ کېږی او د هغوی سره خبري اتري کوی، مګر په هغوی کي به ډېر لږ داسي وي چي د وینا فن به یې زده وي، ساده خبري اتري د هر چا زده دي، خو وینا یو ځانګړی فن دی او دا فن د یو انسان په بریالیتوب او ناکامۍ کي مهم رول لري.

د ښی وینا څو اسانه لاري دا دي:

لومړی – په خبرو کي مو همیشه داسي لهجه وکاروئ، چي اوریدونکي مو په مطلب پوه سي.

دوهم کله چي تاسي وینا کوی، تاسي باید په خپله لهجه او خبرو باوری واوسی، ځکه که مو حالت برعکس ښکاره سي، نو پر هغو به ستاسي وینا هیڅ اغېز ونه کړي.

د وینا پر مهال کوښښ وکړی چي ساده او عام فهمه ژبه وکاروی، تر څو اورېدونکو ته خپل د علمیت په ښودلو او په دې طریقه هغوی تر اغېز لاندي راوستلو څخه ډډه وکړی.

د وینا پر مهال کوښښ وکړی، په نسبتاً کراره او آرامه خبري وکړی، د ډېرو تېزو او ورو خبرو کولو څخه ډډه وکړی.

د وینا په وخت کي څېره هم مهم رول لري، په ډاډ خبري وکړئ، داسي نه چي تاسي په ښه توګه وینا کوئ، مګر څېره مو بل ډول ښکاره سي.

که په یوه ناسته کي ګډون کوئ، نو په هغه مجلس کي ډېر ځان مه ښایاست او د نورو خبرو ته هم غوږ ونیسئ.

مسکا او ورین تندی د ښه وینا او خبرو اترو په وخت کي ډېر ګټور تمامېږي.

ژباړه: عایشه عزیزي



د وینافن ليکني او ژباړي
t