د سولي په نوم روان قمار…

د سولي په نوم روان قمار…

په دوحه کي د پرون او نن د ناستو یو شرط دا وو، چي دواړي خواوي به منحیث فرد خبري کوي، خو په اوله ورځ د عباس ستانګزي لخوا دا اصل مات سو او په مجلس کي یې د طالبان د راتلونکي نظام طرحه تشریح کړه، د مجلس ځینو ګډونوالو اعتراض هم کړی وو.

د سولي په نوم چي د کوم تفاهم خبره روانه ده، هلته به اوربند د طالب او امریکایانو تر منځ وي، د عسکرو او عوامو ویني به همداسي لکه اوبه بهیږي، ددې بحث ښه نمونه پرون په وردګو کي د میلر او طالب قومندانانو لیده ول، چي جزیات به یې وروسته خپاره سي.

یو کوښښ دا روان دئ، چي د سولي په نوم انتخابات وځنډیږي، په داسي حال کي چي سوله او ټاکني دوې بیلي پروسي دي، موږ باید یوه له بلي سره ګډه نه کړو، که فرضآ انتخابات ځنډیږي، هلته د نامشروع حکومت دوام ته زمینه مساعدیږي، کله چي دوام نامشروع وي، هلته بیا هر د واک لمبه ور پورته کیږي. زه بیا وایم چي د شهید ډاکتر نجیب د دوران سناریو روانه ده، کوښښ کیږي چي د قدرت خلاء راسي، کله چي د قدرت خلاء راغله بیا نو مسوول او نامسوول کس سره ورکیږي او هر چا چي هر څه وکړه هغه کوي.

چوکۍ د هر چا خوښه ده، ولسمشر غني هم انسان دئ او چوکۍ به خوند ورکوي، خو زه په دې نظر یم چي په اوسني افغانستان کي یوازنی کس همدا سپین ږیری دئ چي ددې ملت د ښې راتلونکي لپاره هر ډول خطر مني او دا روانه بیړۍ به تر ساحله رسوي، په ټاکنو کي زموږ د ټول ملت، نظام او راتلونکي خیر دئ، که سوله وسي، بیا به طالب ته هم وزارت ورکړل سي، هم ولایت او هم بل امتیاز.

نثار صالح



سوله، قمار، افغانستان
t