د اسټرالوۍ الیز پیري د تیري ورځي کارنامه او د لوبیز ژوند اړوند خبري

د اسټرالوۍ الیز پیري د تیري ورځي کارنامه او د لوبیز ژوند اړوند خبري

پیري تیره ورځ د انګلستان خلاف د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټي ترلاسه کړې، او په دې سره یې انګلینډۍ ښځینه لوبډلي ته په ۱۹۴ منډو توپیر ماته ورکړه.

الیز پیري په ۱۹۹۰ ملادي کال کي د نومبر پر ۳ یمه د اسټرالیا په واهرونګا سیمه کي زېږېدلې ده ، پیري پر ۲۹ کلنۍ سربیره ۱۸۱ سانتۍ متره جګوالی لري.

دا الوانډره لوبغاړې په راسته لاس تیزه توپ اچوونه ، او په راسته لاس توپ وهنه کوي ، او د کریکټ سره ترڅنګ یو تکړه فوټبالره هم ده.

دې انجلۍ لمړۍ یورځنۍ لوبه په ۲۰۰۷ م کال د جولای پر ۲۲ تمه نېټه د نیوزلینډ پروړاندي ترسره کړه ، او همدا ډول یې لمړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۸ م کال کي د انګلستان پروړاندي ترسره کړه.

پیري ۷ ټیسټ لوبي ترسره کړي دي ، ۴۳۲ منډي لري، یوه سلیزه لري، په همدې ټیست لوبو کي یې لوړي منډي ۲۱۳ ناسوځیدلي دي، بهتریني ویکټي یې د ۳۲ منډو په ورکولو سره ۶ دی، ټولي ویکټي یې په ټیسټ لوبوکي ۳۰ دي.

همدې لوبغاړي ۱۰۰ یورځنۍ لوبي ترسره کړي دي، چي ۲۵۸۱ منډی لري، یوه سلیزه او ۲۵ نیمه سلیزي لري، په یوه لوبه کي ۱۰۷ لوړي منډي، ۱۳۱ ویکټي لري.
بهتریني ویکټي یې د انګلستان پروړاندي د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۷ دي.

دې ښایستې انجلۍ ۱۰۲ شل اوریزي لوبي ترسره کړي دي چي ۹۵۱ منډي، ۳ نیمه سلیزي، ۵۵ یې ناسوځیدلي لوړي منډي دي لري.
او همدا ډول ۱۰۰ ویکټي ، او یوه لوبه کي یې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۴ ویکټي تر لاسه کړي دي.
راپور: عبدالولي عمري



ورزش
t