ډيمو کراسي څه شي ده / سيدنصيب اصيل

ډيمو کراسي څه شي ده / سيدنصيب اصيل

ډيموکراسي د ملتونو رواجونو او فرهنګونو ته په پام سره تعريفيږي .ډيموکراسي ، دد وو کليمو څخه اخستل سوې ده ،
ډيمو د(خلکو ) او کراسي د (حکومت) په معنا ده ، يعني دخلکو حکومت .
څنګه دخلکو حکومت ؟
پر هره خاوره ، اوهر ملت چي حکومت سوى دى دخلکو په واسط سره رامنځته سوى دى،خلک په داسي نظامونو کې منظمې ټاکنې کوي او خلک حق لري چې له خپل مدني حق يا رأيې څخه په استفادې سره د خپلي خوښي کانديد وټاکي. په يوه هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدل هدف همدا دی چې خلک د خپل برخليک په ټاکلو کې ونډه واخلي.
که يو هيواد خپل واک ،ازاد او پر ځان بسياوي نو ولسونه يې هم پياوړي ، مبارز، او دخپلو حقوقو مدافع وي آن تر دې حکومت مجبور او مکلف دى دخلکو امنيت ، اقتصاد ، پوهه، سياست تامين او دجامع دهري ستونزي عامل په ګوته او له منځه يې يوسي ترڅو ټولنه ، په ښه ډول سره خپل ژوند مخ ته بوزي . دوې ته ويل کيږي ډيمو کراسي.
داچي ډيمو کراسي اوس په يو نوم پېژندل کيږي په عامه اصطلاح ښه حکومت ولي ، ازاد ژوند ، دخپلو حقوقو ترلاسه کول ، وهر نارينه او ښځينه ته يوډول حقوق ورکول دعلم زده کړه او داسي نور ودې ته ډيمو کراسي وايي.

افغانستان او ډيموکراسي

زموږ په هېواد کې هم د زموږ د دود او فرهنګ په حدودو کې تعريف سوې او بنسټ يې رغېدلی دی. د ډيموکراسي نظام کي فرد تر هغه حده آزاد دی چي د بل آزادۍ ته زيان ونه رسوي او د نورو د آزار او اذيت لامل نه سي………..
ډېموکراسي د خلکو واکمنۍ يا ولسواکۍ ته وايي. په افغانستان کي ډيموکراسي په نامه سته خو په حقيقت نسته په ډيموکراسۍ کې خلک حق لري وپوهېږي چې څوک ورباندې حکومت کوي؟ او د حکومت کړنلار يې څه ده؟ د ډيموکراسۍ په نظام کې داسې بنسټونه وي چې د قدرت موازنه څېړي او ساتي، د حکومت چارې څاري او له قدرت څخه ناوړه استفادې ته يې نه پرېږدي. په خواشينى سره به ووايم د ډيموکراسي په افغانستان کي هغه بد او ناوړه څه پلي کيږي کم چي نه اسلاميت خوښوي او نه افغانيت که داسي څه خپاره نه سي د دوى په عقيده کېداى سي ډېر څه مو دلاسه ووزي………..
ډيموکراسي زموږ هېواد کې اوږده سابقه نه لري. يوازې د روانې پېړۍ څلورمه لسيزه کې حاکمه وه چې ډېر ژر له منځه ولاړه. ځکه په ډيمو کراسي کي ځيني کارونه داسلام سره خلاف دى د ډيموکراسۍ دغه نوی نظام په ۱۳۸۰ کې د موقت او انتقالي حکومت له ايجاد، په تېره بيا په ۱۳۸۳ کې د جمهوري رياست او ملي شورا د ټاکنو له ترسره کېدا سره رامنځ ته شو او دا خبره جوتوي چې افغانستان اوس د خلکو په خوښه نظام لري. د ډيموکراسۍ نظام کې آزادې او عادلانه ټاکنې منظمې ترسره کېږي او خلک حق لري چې له خپلې سري او مستقيمې رأيې سره، هر څوک يې چې خوښ وي، وټاکي.

ډيموکراسي داسلام له نظره

اسلام هغه مبارک مقدس او پاک دين دى کم چي دبشر ترټولو ښه حقوق ، ښه ژوند ، ښه بقاء ور کوونکى دى داسلام ځيني اصول د ډيمو کراسي سره په ټکر کي دي اسلام ، هر نارينه ، ښځينه ، ماشوم ، ځوان ، سپين ژرى ته خپل حق ورکړى دى .
په ډيموکراسي کي وايي ښځه بايد دنارينه ترڅنګ کار وکړي ځکه داهم بشر دى ، خو اسلام دا جواب په څومره ښايسته الفازو سره ورکړى دى ، ښځه بايد کور وي په حجاب کي وي دا جسم ، الله تعالى ج دنارينه په پرتله کم واکه پيدا او جوړ کړى دى ، که چيري ښځه په دا اوس وخت او دا داوس حجاب کي راوو زي او ديو پردي انسان ترڅنګ کار وکړي آيا ددې برخليک به څه وي ……….
بل وګورئ اسلام ښه حقوق ورکړي که ډيمو کراسى اسلام يې په حجاب او کور کي په هوسايي ژوند ورکړى خو ډيمو کراسى په قانون کي داڅه سرچپه دي ، دا ډيمو کراسي هم ښه ده هم بده بد يې مه عملي کوي او ښه يې داسلام سره په رابطه کي منئ .


ليکني او ژباړي
t