زابل: د شاجوی ولسوالي د سقوط ګواښ سره مخ دی

زابل: د شاجوی ولسوالي د سقوط ګواښ سره مخ دی

د تيرو دوو ورځو راهيسې د شاجوی ولسوالۍ حالات کړکيچن سوي او د مرستې غوښتنې کوي.
د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي وايي ډ طالبانو بریدونو کې یوه پوسته سقوط سوې ده، شپږ امنیتي سرتیري او لس وسله وال وژل سوی څلور سرتیري او اوه وسله وال زخمیان دي.
ولسوال وایي، چې په دې نښتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل سوي او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون په بازار کې ګڼو دوکانونو ته هم زیان اوښتی دی.
نوموړي وویل چې د زابل د بیلابیلو ولسوالیو تر څنګ له غزني او کندهار ګڼ شمیر طالبان هلته ورغلی او ډله ییز بریدونه کوی په هره حمله کي ۲۰۰-۳۰۰ طالبان وي او غواړي ولسوالۍ سقوط کړی.
په ورته مهال تيره شپه مرکز کلات کې هم پر يوې پوستې برید سوی چې تر دا مهاله د تلفاتو په هکله څه نه دي ويل سوي



t