هرتهیک روشن چلبازدی؛ پر ضد یي دوسیه پرانیستل سوې

هرتهیک روشن چلبازدی؛ پر ضد یي دوسیه پرانیستل سوې

د هند یو وګړي د هندي سېنما پر وتلي اداکار هرتهیک روشن چې په وروستیو کي یې مینوال په زیاتېدو دي، تور پوري کړې دي چي ورسره یي دوکه کړي او د هرتهیک پر ضد يي محکمه کي دوسیه هم پرانستي ده. دا لوموړی ځل نه ده چي پر هرتهیک باندي تور پوري کېږي.

د دې موضوع څخه وړاندې هرتهیک روشن د کنګنا رناوت په معامله کي د خبرونو سرخط  و، کنګا ویلي وه چي هرتهیک روشن ورته غلط پیغامونه لیږلې وه، بیا وروسته يي خورسنینا روشن پرې د وعده خلافې تور پورې کړ، خو اوس د ششي کانت په نوم یو کس پرې د تېر اېستنې تور لګولی دی.

هندي رسنیو د تلنګانه ایالت ککت پالي سیمې اوسېدونکي ششي کانت په حواله زیاته کړې، تېر کال یې د کلټ فټ هېلتهـ په نوم د بدن جوړونکې یو مرکز کې داخله وکړه، د یو کال لپاره یې باید ۱۷ زره ۴۹۰ هندي کلدارې ورکړې وايي د دې پیسو ژمنه ورسره هرتهیک روشن کړې وه، خو په وینا یې تر اوسه یې ورته نه‌ دې ورکړي.

نوموړی وايي، له ډېرې مودې هرتهیک روشن ته په تمه وو چې دا پیسې به پرې کړي، خو هغه په خپله ژمنه کي پاتې راغی او بالاخره مجبور سو چي په یوه سیمه‌ اییز محکمه کي د هغه پر خلاف د تېراېستلو یا دوهکې ورکونې دوسیه ثبت کړي.

هرتیهک روشن د (Krish) فلمونوله طریقه ډېر شهرت پیداکړ، که څه هم د هغه ځيني فلمونه ناکامه سوه، خو په دي ورستیو کي يي مینوال زیات سوي دي. ښه بدن، خاص انداز او ښه ډانس کول هغه لاملونه دي  چي له آمله يي دې په مینوالو کي د خاص شهرت لوړ پوړ ته رسولې دي.



t