زابل: د زده کوونکو لپاره د لیلیې څلور پوړیزه ودانۍ جوړېږي

زابل: د زده کوونکو لپاره د لیلیې څلور پوړیزه ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې کمپلیکس د جوړېدو د بنسټ دبره د زابل د والي رحمت الله یارمل، د پوهنې رییس نصرالله زاهد او یو شمېر نورو سیمه ییزوچارواکو لخوا کیښودل شوه.
دا ودانۍ، چې د زده کوونکو د اوسېدو لپاره به هر ډول امکانات ولري د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې یې رغنیزې چارې بشپړېږي.
دزابل والي رحمت الله یارمل وايي، چې د لیلیې دغه کمپلیکس دشیخ متی عالی بابا لیسې په انګړ کې په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې د ۳۰۰ زده کوونکو د اوسېدو ظرفیت به ولري. د یاد تعمیر پر جوړېدو څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
د پوهنې رئیس محترم نصرالله زاهد وویل چې د تړلو ښوونځیو د خلاصون او د زابل په ګوټ ګوټ کې ټولشموله پوهنیز خدمات يې لومړیتوب دی او زیاته هڅه به وکړي چې په دا ډول رغنیزو پروژو سره دې بهیر ته وده ورکړي.
دیاد ولو وړ ده ، چې ددغې ودانۍ له جوړېدو سره به د یاد ولایت دنا امنو ولسوالیو ډېر شمېر هغو زده کوونکو ته چې د ځینو لاملونو له امله نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي؛ د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.



t