پکتیا: پر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

پکتیا: پر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز په کډون ددې ولایت د زرمت، سیدکرم، جاني خیلو، احمداباد، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر یوشمېر نارینه او ښځینه و بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز او د زرمت، سیدکرم، جاني خیلو، احمداباد، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر۲۵ مخکښو نارینه او ښځینه بزګرانو د زعفرانو د ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو شپږ زره او ۲۳۳ کیلوګرامه پیاز، ۴۵ کیلوګرامه د عفوني ضد درمل، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست کړنې وستایلې او په بزګرانو يې غږ وکړ چې د زعفرانو روزنې، پالنې اوساتنې ته جدي پام وکړي.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.



t