چاپې او مات شوي حریمونه! وحیدللله مصلح

چاپې او مات شوي حریمونه! وحیدللله مصلح

ستا په چاپو او بمباريو کې د کورونو حريمونه مات دي، صحي مرکزونه، جوماتونه او مدرسې دغسې جګړه ييزې نښې دي…
کله چې ستا په چاپه او بمبارد کې د يو يا څو مطلوبو کسانو په خاطر کوچنيان، مېرمنې، بوډاګان او بې پرې خپلوان او ځوانان وژل کېږي؛ نو د يو حکومت په توګه د خپلو خلکو په وړاندې ستا اخلاقي، حقوقي او قانوني مسئوليت همدا دى؟
نو ته که قانون لرې، ته که محکمه او قاضي لرې او ته که د نظامدارۍ او مشروعيت خبره کوې نو دا ميداني او شعوري ړندې وژنې ولې؟ کله چې ته د دې وړتيا لرې چې يو ولسواليز روغتون يا روغتيايي مرکز ته لاړ شې، او بيا هملته د روغتياي مرکز په کوټو او دهلېزونو کې وګړي وژنې او وينه تويوې ولې يې نيسې نه؟ او چې ته يې دغسې ميداني وژنې نو د ميداني وژنو تورونه او پيغورونه بيا نورو ته په کومو سترګو ورکوې؟
او ته له طالبانو بيا ولې سر ټکوې، او وايې چې تره ګر طالب پر مکتب او ښار بريدونه کوي؟
له بده مرغه په روانه جګړه کې هغه چې د طرفينو په جګړه کې د عام ملت پر زيان رنځېږي او د دې کړاو له امله پرته له تبعيضه دا وژنې غندي ډېر کم دي، دلته د ښار د بريدونو غندونکي جلا او د کلي هغه جلا دي، دا تبعيضي وېش لکه ناسور دى، هغوى چې له دې وېشه پورته د وطن او ملت پر وير ورګډ دي بايد د خپلو خلکو د وژنو په وړاندې د مصئونيت، سولې او کرارۍ ملي داعيه په شور کې وساتي. مونږ بايد ملي ويښتيا لپاره کار وکړو، د خپلو خلکو ژوند د وژنو له آفته وژغورو، د دې وخت تر ټولو لوى ملي دَيْن او مسئوليت همدا دى.




t