خوست: د ۵۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د زراعت پروژې پیلیږي

خوست: د ۵۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د زراعت پروژې پیلیږي

په خوست کې د یوې راټولیدنې پر مهال بزګرانو سره د بېلابېلو پروژو د تطبیق په موخه ۲۵ قراردادونه لاسلیک او نن ورځ یې عملي چارې پیل شوې.
په دې اړه جوړه شوي ناسته کې چې د ولایتي شورا استازو، قومي مشرانو، خبریالانو او د خوست د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ګډوون کړی و.
د زراعت رییس حفیظ الله شاه نوري له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د زراعت برخې ته یې پاملرنه کړي او نن ورځ د بېلابېلو پروژو قراردادونه لاسلیک کیږي او عملا به یې چارې پیل شي.
خوست والي محمد حلیم فدايي په خپلو خبرو کې وویل د باغدارۍ او مالدارۍ برنامې له لارې له ۲۵ ملیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت له بزګرانو سره په مختلفو ساحو کې قراردادونه لاسلیک کوو او همدارنګه د ۳۲ ملیونو افغانیو په ارزښت به نیږدې راتلونکې کې نورې پروژې پیل شي.
والي زیاته کړه چې دا به د بزګرانو د کورنیو په ژوند کې یو مثبت بدلون راولي، چې په غیر مستقیم ډول به ترې پنځه زره کسان ګټه پورته کړي.
هغه وویل چې په دې پروژو کې د پیازو زخیرې، د شاتو د مچیو بستې، د شیدو د ساتنې وسایل، مرخیړیو بستې، د زعفرانو تخم وېش، د مربا او اچارو بستې او د عضوي سرې مرکز دی، چې نن به یې قراردادونه تر سره شي.
د ولایت والي وویل چې په راتلونکې میاشت کې به ۲۵۰ شنې خونې د اچارو، روبو او مربا د پروسس کوچنيو مرکزونو د جوړیدو چارې هم پیل شي.
د ولایت والي وویل چې بزګر د هېواد په جوړولو او د کورنۍ په ابادولو کې مهم رول لري او دوی دي، چې د خولو په تویولو سره د سولې او امن پیغام ورکوي.
هغه وویل چې بزګر له دې امله ډېر مهم دی، چې خپل هېواد د خولو په تویولو جوړوي نه د هغو خلکو په څیر چې خپل هېواد د وینې په تویولو جوړوي، همدا فرق دی او په اسلام کې د ونو په کرلو ډېر ټنګار شوی دی.
په دې ناسته کې د بزګرانو په استازیتوب حاجي ګل کبیر په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د بزګرانو ژوند او تولیداتو ته یې پاملرنه کړي او نن ورځ له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کیږي، چې له امله به یې بزګرانواقتصاد ښه او په تولیداتو کې به یې زیاتوالی رامنځ ته شي.
په ناسته کې د اړونده برنامې مسولینو، زراعت ریاست او بزګرانو تر منځ ۲۵ قراردادونه لاسلیک شول او وروسته د ولایت والي لخوا بزګرانو ته د زراعتي وسایلو په توزیع کیدو سره یادې پروژې پیل شوې.




t