یو شمېر لویو پانګوالو کونړ کې د پانګونې چمتووالی وښود

یو شمېر لویو پانګوالو کونړ کې د پانګونې چمتووالی وښود

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزي کونړ ته د سفر پر مهال د کونړ له والي او ملي سوداګرو سره د ناستې په ترڅ کې وویل د ولایتي ادارې په هڅو کونړ کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي،چې پرمټ به یې وکولای شي؛دې ولایت ته د سترو ملي او نړیوالو پانګوالو پاملرنه راجلب کړي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي،د اوبو،ځنګلونو او معدنونو په برخه کې یې ګټور پروګرامونه پلان کړي او پانګوالو ته یې له بل هر وخت زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
نوموړي وویل خوښ یو،چې نن د وړو سوداګرو ترڅنګ له یو شمېر هغو ملي سوداګرو سره ناسته کوي،چې په د هېواد دننه او بهر یې سترې پانګونې کړي.
میرزکوال کونړ د طبعي زیرمو له پلوه غني ولایت یاد کړ او له دغو زیرمو څخه قانوني استفاده یې دټولنې پرمختګ او د هېواد دملي اقتصاد پیاوړتیا لپاره خورا مهمه وبلله.
پانګوالو له ولایتي ادارې سوداګروته د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنو ترڅنګ ژمنه وکړه،چې په دې ولایت کې به په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره سلګونو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي .



t