کابل: وروستۍ پېښې له قربانیانو سره مرسته وشوه

کابل: وروستۍ پېښې له قربانیانو سره مرسته وشوه

په پلازمینه کابل کې د وروستۍ تروریستې پیښې له قربانیانو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا مرسته یې د کمک موسسې په همکارۍ کړې ده.

ددې وزارت د څارنې او ارزونې آمر نصیر شرف عبدالرحیمزي له پېښې څو ورځې وروسته د کمک موسسې له غړو سره په مشترکه توګه یاده پېښه کې د ټپي شویو او شهیدانو له کورنیو سره په جلا جلا ډول وکتل او د یاد وزارت د مرستو رسولو په موخه یې د مستحقو کورنیو د موندنې سروې ترسره کړه.

سرچینه وايي، پر کورنیو د خوراکي توکو یوه، یوه کڅوړه، چې دیارلس ډوله خوراکي توکي پکې شامل وو، ووېشل شول.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې مرستې یې په شفافه توګه ویشلي او تعهد لري چې له اړوند خلکو سره به مرستې په خپل وخت او روڼتیا ترسره کوي.

 



د کابل پيښې له قربانیانو سره مرسته
t