ننګرهار: ۸ جګړه ځپلو ولسواليو کې د سولې په نوم د بیا رغونې چارې پیل کیږي

ننګرهار: ۸ جګړه ځپلو ولسواليو کې د سولې په نوم د بیا رغونې چارې پیل کیږي

چارواکي وایي، د ننګرهار ولايت په اتو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار شپږو ناحیو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شوی چې ۲۹۷ پروژې په کې تر کار لاندې دي.
دوی وایپ همدا راز به ډیر ژر د یاد پروګرام په چوکاټ کې د سولې په نوم اته جګړه ځپلو ولسوالیو کې هم د بیارغونې چارې پیل شي .
د چنګاښ په ۱۷مه د ننګرهار ولايت ته د ولسي تړون پروګرام اړوند د وزارتونو او سيمه ييزو ارګانونو يو شمېر چارواکي راغلي و او د تازه پروګرامونو په اړه يې د يو خبري کنفرانس پرمهال معلوماتو وړاندې کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د دغه ولايت اتو ولسواليو چپرهار، خوږياڼو، دوربابا، دره نور، سره رود، غني خېلو، کامې او کوز کونړ کې د ولسي تړون پروګرام ۳۸۴ پروژې منظور شوي چې ۲۹۷ تر کار لاندې دي.
هغه زياته کړه، په تېر کې دغه پروژې د متوازن انکشاف له لارې نه وې پلې شوې چې دا ځل يې د ولسواليو د خلکو ستونزو ته په کتو ولسوالۍ ټاکلې دي چې د شينوارو زون شپږ، پچيراګام او د لعلپورې جګړه ځپلې ولسوالۍ تر ټولو زياتې ځپل شوې،په کې شاملي کړي دي .
نوموړي وويل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې به په کوټ او شينوارو ولسواليو کې ۶۶ تخريب شوي جوماتونه ورغول شي او همدا راز د اقراء پروګرام په ترڅ کې به په دې ولایت کې ۲۰۸ ښوونځي جوړ شي.
ننګرهار والي والي چې د ولسي تړون پروګرام له مخې به په يو شمېر ولسواليو کې ۷۵۵ شوراګانې جوړې شي، چې د خلکو په خوښه به پروژې تطبیق کړي.
د ماليې وزارت معينې ناهيد صحرابي وويل، د ولسي تړون پروګرام لويې موخې په ملي پروژو کې د خلکو ونډه، د فقر له منځه وړل، د داخلي بې ځايه شويو کورنيو لاسنيوی او ښځو ته په دغو پروژو کې د ونډې ورکړه ده.
نوموړې وويل، د ولسي تړون د پروګرام د اصولو له مخې د ښځو ونډه بايد په دغو پروژو کې ۵۰سلنه وي چې اوسمهال دغه کچه په ننګرهار کې ۴۹سلنه ده چې لا هم د دغې کچې په پوره کولو کار روان دی.
د کليو پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام عملياتي رييس مختار احمد غفارزي وويل، ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام په پرمختګ کې روان دی او تر ډيره د خلکو د خوښې مطابق مخته ځي.
دی وايي، د دغه پروګرام ښه والی په دې کې دی، چې د خلکو د اړتيا او غوښتنې مطابق پلان طرحه کېږي، بيا وزارت ته ځي، هلته د مسلکي انجنيرانو لخوا تاييدېږي، تر هغې وروسته پلی کېږي چې بيا يې هم ولس د نظارت حق لري.
د هغه د معلوماتو له مخې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې ننګرهار کې د اقراء برنامه هم روانه ده چې ۱۴ ولسواليو کې به ۲۰۸ ښوونځي ورغول شي.
دی وايي، تر اوسه د ۱۰۲ ښوونځيو پيسې ننګرهار ولايت ته انتقال شوي او د ۸۵ ښوونځيو د جوړېدو چارې عملاً تر کار لاندې دی.
د ولسي تړون پروګرام د ښارواليو د برخې عملياتي رييس عبدالباري احمدزي وويل چې دغه پروګرام له لارې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ۱۷۲ پروژې تر کار لاندې دي او دغه راز پنځه هغه يې بشپړې شوې دي.
دی وايي، دا پروژې د ۱۷۳ شورګانو له لورې په دريو اوومه، اتمه او نهمه ناحيو کې پلې کېږي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد چې دغه کنفرانس کې يې خبرې کولې، غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام د برنامو تطبيق برخه کې دې روڼتيا ته ډيره پاملرنه وکړي.




t