آلویز د فوټبال په تاریخ کي لومړنی لوبغاړی سو چي ۴۰ جامه خپلوي

آلویز د فوټبال په تاریخ کي لومړنی لوبغاړی سو چي ۴۰ جامه خپلوي

د برازیل فوټبال ملي لوبډلي د یکشنبې په ورځ د کوپا امریکا سیالو په پایلوبه کي پيرو ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹م کال د کوپا امریکا ټورنمنټ اتلولي ئې خپله کړه.

د برازیل هیواد لوبډلمشر ډاني آلویز، چي ۳۵ کلن دی په یادو سیالیو کي ئې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

د کوپا امریکا جام په ګټلو سره ډاني آلویز د فوټبال په تاریخ کي لومړنی لوبغاړی سو، چي ډېر ۴۰ جامونه یا کپونه خپلوي.

ډاني آلویز د خپل هیواد برازیل ترڅنګ د نړۍ په دوو وتلو کلبونو بارسلونا او پاستژرمېن کي هم لوبېدلی، چي په دواړو لوبډلو کي ئې ښې لاسته راوړني ترلاسه کړي دي.

هغه د بارسلونا څخه پاستژرمېن لوبډلي ته ولاړ او اوس بیا تازه د یادي لوبډلي څخه هم تللی.

دا لوبغاړی اوس د کومي لوبډلي سره تړون نلري او ممکن په څو راتلونکو ورځو کي د یوې لوبډلي سره تړون لاسلیک کړي.

صابر حمیدي

 


فوټبال ورزش، نړۍ
t