د سولې اعلان شوی پریکړه لیک مثبت دی! عبدالستار سعادت

د سولې اعلان شوی پریکړه لیک مثبت دی! عبدالستار سعادت

د سولې په اړه اعلان شوی پرېکړه لیک مثبت دی؛ خدای ج دې وکړي د دې ولس تورې ورځې نورې ختمې شي. هغوی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د پروسې سبوتاژ کې لګیا دي، عجیبه نه ده. ځکه، د قدرت طبېعت داسې دی چې کله حتی ښه بنیادمان هم منحرف کړي او ستر تاریخي مسؤلیتونه ځانته برېږدي؛ خو، د هغوی قضاوت او له دې پروسې سره مخالفت هېڅ خوند نه کوي چې دلته په باد او باران کې راسره شریک نه دي. زمونږ مصیبتونه، نا امنۍ، ځانمرګي، بمبارۍ، چاپۍ او وسلوال بریدونه یې ځان او کورنۍ نه تهدیدوي. زمونږ وجود اور اخېستی، یو چا د اطفائیې مخه د دې لپاره نیولې چې که اوبو سره یو ځای د پلاستیکي جراحۍ ډاکټر نه راځي، اطفائیه نه پرېږدو. مونږ سوله غواړو، جنګ ختمېدل غواړو، ځینې لګیا دي چې طالب ولې وایي: نجونې او هلکان دې جلا زده کړې کوي؟
د خدای بنده! دلته د نجونو او هلکانو مکتبونه جلا دي، یوازې د پوهنتونونو خبره ده، هلته دې هم جلا شي. که د ښځو د کار حق سره موافقه کېږي، د حجاب خبره مونږ ورسره منو؛ طالبان سوء تفاهم کې دي، دلته هسې ټول حجاب اغوندي، ټیکري په سر کوي. که هغوی وایي چې دا دې لږ نور هم جدي شي، هېڅ مشکل نلري، زمونږ د ښځو زړونه په غټو ټیکریو او حجابونو کې نه تنګېږي، تاسې یې یوازې مړونه، پلرونه، خویندې او اولادونه مه وژنئ.
سولې ته خدای ج خیر ویلي دي، هغه خالق چې مونږ یې خلق کړي یو؛ خو یو شمېر لګیا دي او شر یې بولي.

په خیر خولې خلاصې کړئ! دا جګړه په دې نه ارزي چې هره ورځ ۳۰۰ زلمي هدیرو ته یوسو او د مړو په شمارلو وویاړو.




t