د پاکستاني استخباراتي چڼو بعث بعد الموت: ذبیح الله احساس

د پاکستاني استخباراتي چڼو بعث بعد الموت: ذبیح الله احساس

غالبا کومې انلاین رسنۍ خبر خپور کړی، چې ګیلاني پکتیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو نادودې ویلي.
دی او دې ته ورته چڼو ته د طالبانو د اوسنیو نرښځکو سیاسي چالانو او په هېواد کې د انتخاباتي منډو په ترڅ کې د دې زمینه برابره شوې، چې يو ځل بیا د خپل مور وطن د پړوني پر سر معاملګر له ځانونو جوړ کړي.
دوی ګوري چې افغانستان د خپل برخلیک پر لور یو بل ګام اخلي او پاکستان له دغه حالت څخه په پوره توګه د ګټې اخیستنې کوشش کوي.
نو پاکستان ته د طالبانو او د اوسني نظام د سیاسي مخالفینو تر څنګ دغسې استخباراتي چڼي هم پکار دي، چې د غلطو تبلیغاتو له لارې د افغان پر وړاندې په لر او بر کې د سړې جګړې تناره ته لکه اورلڼونی کار وکړي.
خو باور دی، چې د پيرانو، طالبانو، چڼیانو، ملکانو، قومندانانو او تش په نامه جهادیانو دور تېر شوی.
شکر، د وطن ځوان کهول ویښ دی.
دوی د نظام د پايښت په ارزښت پوه دي، وطن او د وطن لر او بر پېژني. منظور پښتون ورته تر اوسه په هر امتحان کې سرخ رویه دی او د هغه سره ټوپۍ د افغان مثبت بدلون سمبول ګڼي.



t