علامه استاد حمیدالدین فراهي – شپږمه برخه

علامه استاد حمیدالدین فراهي – شپږمه برخه

ـ علمي او قرآني خدمتونه!
امام فراهي خپل شاته ډیر لوی او ستر علمي کارونه پریېښی، ځینې یې پخپل ژوند او ځینې یې تر مړینې وروسته خپاره شوي.
د هغه زیات کار په عربۍ کې و چې په هغه کې د ډیرو کتابونو ژباړه اردو کې شوې ده ـ د هغو له جملې تر ټولو زیات مشهور یې د ” اقسام القرآن، مجموعه تفاسیر فراهي او ذبیح څوک دی؟” دي،خو د فراهي اصل پانګه هغه دوه شاګردان وو چې هغه د خپل ژوند په وروستۍ موده کې په مدرسة الاصلاح کې تیار او اسلامي نړۍ ته وړاندې کړل.
یو یې اختر احسن اصلاحي و چې له فراهي وروسته یې د مدرسة الاصلاح مسولیت په غاړه واخیست.
بل شاګرد یې امین احسن اصلاحي و ـ همدا هغه امین احسن اصلاحي و چې د فراهي د فکر ساتونکی او امین شو او تر راتلونکې نیمې پیړۍ پورې یې د خپل پراخ علم او ادبي وړتیاوو پر مټ د هغه فکر خپروو، فراهي د علم یوه پټه خزانه وه.
د فراهي د فکر امتیاز دا دی چې د هغه ائمه وو ترې نه یوازې قرآن مجید د دین بنسټي کتاب منلی دی بلکې د دین په فهم کې ورته دا مقام عملي ورکړ شوی هم دی.
د هغه په آند یوازې همدا قرآن هغه تله ده چې له مخې یې د نړۍ هر څیز تللی او ټاکلی شئ او پکار هم دا ده.
قرآن پاک د رب العزت کلام دی د دې له پریکړې وروسته د کوم بل څه یا چا خبره او فکر منلو هیڅ امکان نه پاتې کیږي.
د دې خبرې په وضاحت کې جاوید احمد غامدیي صیب لیکي:
” دین کې د هر څیز د رد او منلو پریکړه به د دې ( قرآن) د ښکاره آیتونو په رڼا کې کیږي، د ایمان او عقیدې هر بحث باید له دې پیل شي او په همدې باید پای ومومي ـ
هره وحي، هر الهام، هره القا،هره څیړنه او هره رای او مفکوره به د دې تابع ګڼل کیږي او په اړه به یې دا حقیقت منل کیږي چې ابوحنیفه او شافعي،بخاري او مسلم،اشعري او ماتریدي او جنید او شبلي، په ټولو د دې کتاب حکومت قایم دی او د دې خلاف به له دوی څخه د هیڅ یوه هیڅ څیز او خبره هم نه شي منل کیدی ـ ” ( میزان ۲۵)
نور بیا…

شفیع الله تاند


علامه فراهي
t