ممبئي په اتلولۍ پسې لستوڼي پورته کړي دي

ممبئي په اتلولۍ پسې لستوڼي پورته کړي دي

د هند په پسرلنۍ هوا کې د لوبغاړو د لا پیاوړتیا لپاره د هند غوره لیګ را پیل سوی دی. دا لیګ ښه زیات او پریمانه مینه وال لري . ننۍ لوبه د رویال چیلنجر بنګلور او ممبئي انډینز لوبډلو ترمنځ پیل سوه چې رویال چیلنجر بنګلور د پچي په ګټلو سره د توپ اچوني پریکړه وکړه او ممبئي انډینز لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ور کړه. ممبئي انډینز د روهیت شرما ۴۸، ساريا کومار ۳۸، هارډیک ۳۲ او یوراج ۲۳ زیاتو منډو و رویال چیلنجر بنګلور ته د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ. بنګلور لوبډله کې چهال ۴ یومیش او سیراج دوه دوه ویکټي واخیستې. بنګلور لوبډله کې اِبي ډویلرز ۷۰ ، کهولي ۴۶، پارټي ۳۱ او معین علي ۱۳ زیاتي منډي جوړي خو بیا یې هم لوبه وبایلل. ممبئي لوبډله کې جسپریت بومرا درې او مارکنډي یوه ویکټ واخیستل. د غوره لوبغاړي جائزه جسپریت بومرا ته ورکړل سوه. د هند زړه راکښونکي لیګ کې سبا جمعه سنرایزر او راجستان لوبډلې سره مخ کیږي. #وفادار




تبصره وکړئ

avatar
t