نړیوال جام: نن هند د نیوزیلېنډ سره نیمه پایلوبه کوي

نړیوال جام: نن هند د نیوزیلېنډ سره نیمه پایلوبه کوي

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام د مې میاشتي په ۳۰مه نېټه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب پيل سو، چي پکښي ۴ ټیمونو آسټرالیا، هندوستان، انګلستان او نیوزیلېنډ د ډیرو بریاوو په خپلولو سره دوهم پړاو یا نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه.

نن سې شنبه ماپښين ۲ بجې ددې ټورنمنټ لومړۍ نیمه پایلوبه د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ ترسره کیږي او دوهمه نیمه پایلوبه بیا راتلونکې پنجشنبه پر عیني وخت د کوربه انګلستان او آسټرالیا ترمنځ ترسره کیږي.

په یادو نیمه پایلوبو کي که هرې لوبډلي بریا خپله کړه، هغه به پایلوبي ته لاره پيداکړي.

ددې سیالیو پایلوبه بیا د رواني جولای میاشتي په ۱۴مه نېټه ترسره کیږي.

افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډيز او سویلي افریقا هغه ۶ لوبډلي وې، چي دوهم پړاو ته ئې لاره نکړه پیدا.

صابر حمیدي

 



نړیوال جام، نیمه پایلوبه
t