افغانستان له سیریز وړاندې بنګلدیش سره ټیسټ لوبه کوي

افغانستان له سیریز وړاندې بنګلدیش سره ټیسټ لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې او بنګلدیش سره له سیریز وړاندې لومړی له بنګلدیش سره د ټیسټ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي، سیریز او ټیسټ لوبه د سپټمبر په میاشت کې ترسره کیږي.

یاده ټیسټ لوبه به د سپټمبر په شپږمه پیل او د همدې میاشتې په ۱۰ پای ته ورسیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه یوازې دوه ټېسټ سیالۍ کړې دي چې یوه یې هند ته بایللې او بله یې له ایرلینډ ګټلې ده.

دا به د افغانستان دریمه ټیسټ لوبه وي چې له بنګلدیش سره یې ترسره کوي.

 


افغانستان او ټیسټ لوبه یې
t