کندوز : په ولایت مقام کې د مراجعینو د خدماتو ودانۍ جوړیږي

کندوز : په ولایت مقام کې د مراجعینو د خدماتو ودانۍ جوړیږي

د کندوز ولایت مقام د مراجعینو لپاره د خدماتو وړاندې کولو ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه .
چارواکي وایي یاده ودانۍ یو عمومي تالار، د معلوماتو خونه، ۶ کابینه، الکترونیکي حاضري، حمام او د برق او اوبو رسونې مجهز سیستم شامل دی چې په شاوخوا ۴ څلور میاشتو کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کندوز ولایت رسنیز دفتر په حواله پر یادې ودانۍ شاوخوا څه کم پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یو ان ډي پي دفتر د لوګو پروګرام له لوري تمویلیږي.
کندوز والي عبدالجبار نعیمي ددي ودانۍ د تهداب د ډبرې ایښودو په مراسمو کې وویل چې ددي ودانۍ په جوړیدو سره به د خلکو ستونزو او عرایضو ته پروخت رسیدګي وشي.




t