د رواني اپريل ۵ غوره موبايلونه!ْ / عزت الله ذکي

د رواني اپريل ۵ غوره موبايلونه!ْ / عزت الله ذکي

ژباړه: عزت الله ذکي

سامسونګ S10+

د روان پسرلي لپاره د سامسونګ شرکت تر ټولو مخکښ موبايل، چي هواوې P30 Pro ته يې ماته ورکړه، اوسمهال نړيوال بازار کي ددغه مخکښ او نوي ځيرک موبايل بيه شاوخوا ۹۶۰ امريکايي ډالره اټکل سوې ده.

هواوې P30 Pro

هواوې P30 Pro د هواوې شرکت وروستی او نوی توليد دی، چي د څلور کېمرو په درلودلو سره د حيرانتيا وړ او په زړه پوري انځورونه اخلي. بيه يې اوسمهال شاوخوا ۹۰۰ امريکايي ډالره اټکل سوې ده.

آيفون XR

آيفون XR د آپل کمپنۍ وروستی او نوی توليد دی، چي بيه يې لږ او ځيني ځانګړتياوي يې نسبت آيفون X او آيفون XS ته قوي دي. يعني سکرين يې غټ او نرم دی. بيه يې شاوخوا ۷۵۰ امريکايي ډالره اټکل سوې ده.

سامسونګ S10E

سامسونګ S10E د سامسونګ شرکت د رواني مياشتي نوی توليد شوی ځيرک موبايل دی، چي په ټيته بيه د سامسونګ S10+ په څېر جوړ شوی دی، بيه يې شاوخوا ۷۳۹ امريکايي ډالره اټکل سوې ده.

آيفون XS

آيفون XS د آپل کمپنۍ د رواني مياشتي نوی توليد دی، چي چټک پروسيسر لري او پر يوه وخت د دوو سيمکارتونو د فعاليت توانايي لري، بيه يې شاوخوا ۱۰۰۰ امريکايي ډالره اټکل سوې ده.



ساينس او ټکنالوژي موبايلونه

تبصره وکړئ

avatar
t