پوتین عمران خان د روسیې سفر ته بللی

پوتین عمران خان د روسیې سفر ته بللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پاکستاني صدراعظم ته د خپل هېواد د سفر بلنه ورکړې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي، د بلنې مطابق به په نیږدې راتلونکي کې عمران خان دغه سفر وکړي.

دا بلنه په بیشکک کې د یوې غونډې په حاشیه کې پوتین عمران خان ته ورکړې.

 ویل شوي، چې عمران خان به په روسیه کې یوه جوړیدونکي کنفرانس ته د ګډون لپاره ورشي.

دا کنفرانس د سپتمبر په څلورمه جوړیږي او د هند صدراعظم هم پکې برخه لري.




t