د نواز شریف قاضي د هغه د لور تورونه رد کړل

د نواز شریف قاضي د هغه د لور تورونه رد کړل

د پاکستان د پخواني صدراعظم او د فساد په تور د بندي سیاستوال نواز شریف د دوسیې قاضي د شریف د لور مریم هغه تورونه در کړل، چې ګواکې شریف پر قاضي د سختو فشارونو له کبله په سزا محکوم شوی.

مریم نواز د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ارشد ملک په نوم د پاکستان د سترې محکمې قاضي د حکومت لخوا ګواښل شوی و، چې که نواز شریف ته سزا وانه وروي، د ده او کورنۍ غیراخلاقي ویډیوګانې به یې خپرې شي.

قاضي ویلي، چې ده ته حکومت کوم ګواښ نه دی کړی، خو د شریف ګوند د رشوت وړاندیز ورته کړی.

د قاضي په وینا هغه عاملان به هم معلوم او مجازات کړي، چې په خبره یې د ده او کورنۍ خلاف یې جعلي ویډیوګانې جوړې کړي.




t