پیري و مریدي، یاني چي؟ – نثار صالح

پیري و مریدي، یاني چي؟ – نثار صالح

له مذهب څخه ناوړه استفاده، د یوې ټولني له اقتصاد او عصریت سره مستقیمه اړیکه لري، پنځه، شپږ پیړۍ مخکي به د کلیسا پاپانو ځوانانو ته د جنیت تصدیق پاڼي ورکولې او ځوانان به یې ځانوژني ته تشویقول؛ بالاخره د ټولني ویښ قشر په درنه قرباني سیاست له کلیسا بېل کړ، هلته د علومو حوزې تشخیص سوې او نړۍ د پرمختګ جوګه سوه.

زموږ د خلکو له ناپوهۍ څخه مذهبي افراطیونو په ټولو برخو کي استفاده کړې، هم جاسوسان دي، هم په لسهاوو ښځي لري او هم یې ناپوهان پر لاسو ور پراته وي!!
په دې برخه کي وهابیانو د خپل افراط په وجه د دوئ مارکېټ لا ور ګرم کړئ او د وهابیانو د افراط په وجه پر پیرانو لا خپل مریدان ګرمیږي، ځکه دوئ فکر کوي چي دین او زموږ فرقه په خطر کي ده.
بل لوی مشکل د ځوان نسل د بېکارۍ دئ، زموږ اکثریت مریدان وګورئ د بیکارۍ له وجهي د پیرانو پر دربارونو ناست وي، مور، پلار و کورنۍ ځني پاته وي، خو د پیر د لاسو مرداري اوبه د تبرک په وجه نوشجان کوي.

بل لوی علت دا هم دئ، چي دلته طبابت سمه وده نده کړې، د خلکو اقتصاد کمزوری دئ، نو کله چي یو نالوستی کس ډاکتر ته ورځي، هغه عادي مریضي زر افغانۍ مصرف کوي، خو د خوردې او تاویز په نوم یې پیران په سل افغانۍ ورکوي، دا چي د خوردو په وجه څومره انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ هغه بېل بحث دئ.

دا چي نن ګیلانیان، بغدادي پیران، ماران، لړمان، چونګښي او جولاګیان زموږ په ټولنه کي د پیر په نوم مسلط دي، که رشتیا ځني په تکلیف یوو او دوئ د پردو ګټي ساتي؛ نو اول باید لیري پرتو سیمو ته سم خدمات عرضه کړو، ځوانانو ته کار ور پیدا کړو او د تیکنالوژۍ د سهولت څخه خلک مستفید کړو.



مرید، افغانستان
t