د اردوغان نیږدې ملګری د هغه له ګونده بېل شو

د اردوغان نیږدې ملګری د هغه له ګونده بېل شو

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند یو موسس غړی علي بابا جان له دغه ګونده بېل شو.

هغه له ۱۸ کلونو راهیسې د دغه ګوند د رهبرۍ غړی او هم د یاد شوي ګوند د حکومتونو یو مهم وزیر پاتې شوی.

د ترکیې له وروستیو ټاکنو وروسته داسې اوازه ده، چې علي باباجان او د عدالت او پراختیا ګوند یو شمېر نور مهم غړي د اکپارټي په نوم بل نوی ګوند جوړوي.

 د علي بابا ترڅنګ مخکینی ولسمشر عبدالله ګل او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر احمد داوود اوغلو د نوي ګوند مهم جوړونکي یاد شوي.




t