د پیسو نړیوال صندوق: د پاکستان بودیجه زموږ په مشوره جوړه شوې

د پیسو نړیوال صندوق: د پاکستان بودیجه زموږ په مشوره جوړه شوې

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکولو د عملي لړۍ له پيل سره ویلي، چې دغه هېواد خپله سږنۍ بودیجه د دوی په مشوره جوړه کړې.

 دغه پور ټول څه باندې ۶ میلیارده ډالره کیږي.

سرچینه وایي پاکستان ورسره هوکړه کړې، چې ټولې اقتصادي چارې به یې د پیسو نړیوال صندوق تر څار لاندې او د دوی په مشوره مخته ځي.

 صندوق وایي، چې پاکستان تراوسه پخپلو کړو ژمنو عمل کړی.

د پاکستان د حکومت منتقدین حکومت د یادو پورونو په بدل کې پر نوموړي صندوق د پاکستان په پلورلو تورنوي.




t