د خفګان څخه د خلاصون لپاره د ارواپوهانو وړاندیزونه

د خفګان څخه د خلاصون لپاره د ارواپوهانو وړاندیزونه

تر ټولو مخکي باید د هغي موضوع چي تاسي یې له امله خپه یاست حقیقت معلوم کړئ او د هغې پر ټولو خواو ښه غور وکړئ.

د حقایقو د معلومولو وروسته باید د ځان د ګټي لپاره پرېکړه وکړئ.

د پرېکړي وروسته سمدستي عمل په وکړئ، ځکه په اړه یې فکر کول بې ګټي دي.

یو مشهوره متل دی چي: (خالي ذهن د شیطان کور دی) نو د دې لپاره چي په ذهن کي مو بې ګټو فکرونو ته ځای ورکړئ، ۹۰ سلنه اندېښنې د همدې له کبله درته پیدا کېږي. د دې لپاره لازمه ده چي همېشه ځان په ګټورو کارونو بوخت وساتو.

خپل خفګانونه مو د یوه باوري ملګري سره شریک کړئ او خپل د ذهن بوج په همدې طریقه سپک کړئ.

ورزش کول د ارواپوهانو په نظر د خفګان د کمولو لپاره تر ټولو ګټوره طریقه ده چي په ورځ کي باید لږ تر لږه نیم ساعت ورزش وکړئ.

د خفګان پر وخت د دې پر ځای چي ځان ګوښه وساتئ، یا هم د نورو سره بد چلند وکړئ، برعکس په چلند کي مو نرمي راولئ او د شاوخوا اشخاصو سره مو اړیکي پراخي کړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي
t