د قطر امیر امریکا ته په سفر تلی

د قطر امیر امریکا ته په سفر تلی

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني په یوه رسمي سفر امریکا ته تللی.

هغه په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر سره لیدلي او له تاوده هرکلي سره یې مخ شوی.

امریکایي کوربنو د ده د هرکلي لپاره د توپ ۲۱ ډزې کړي.

 چارواکي وایي په لیدنه کې دواړو لوریو د لویدیزې اسیا د وضعیت په اړه غږیدلي.

 تمه ده، چې نن به د قطر امیر نن له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وویني.

په وروستیو کې د قطر او سعودي اړیکې هم خړې شوي.




t