ننګرهار: په ۱۴۱ میلیونه افغانیو اساسي سړک جوړیږي

ننګرهار: په ۱۴۱ میلیونه افغانیو اساسي سړک جوړیږي

د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کچړې څخه تر برکاشکوټ سیمې پورې د ۱۴۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۲.۶ کیلو متره په اوږدوالي د سړک جوړونې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې،چې په کې ننګرهار والي،د سکتوري او ټولګټو چارو رئیسانو،د کوز کونړ او خاص کونړ ولسوالانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دغه ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل،د کامې پول څخه تر برکاشکوټ سیمې پورې شاوخوا ۲۴ کیلو متره سړک د جوړولو منظوري څلور کاله وړاندې ترسره شوې وه،چې د نیمایي سړک د جوړولو چارې له خڼد سره مخامخ وې،چې په هڅو یې د ترانسپورټ وزارت له لورې نن عملاٌ د کچړې سیمې څخه تر برکاشکوټ پورې د ۱۲.۶ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې .
هغه زیاته کړه،یاد سړک د نړیوال بانک په ۱۴۱ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړیږي،چې د شولډر سره به ۸ متره عرض ولري او شپږ نیم سانتي به برې قیر واچول شي،چې ورسره به ۳۳ واړه او غټ پلچکونه او دیرش واشونه هم جوړ شي.
هغه قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه،چې د یاد سړک چارې په معیاري بڼه ترسره کړي او همدا راز یې خلکو څخه وغوښتل،چې په چارو کې د مداخلې پرته د سړک جوړونې د کیفیت څخه څآرنه وکړي.

په ختیخ کې د NRAP پروګرام مشر انجینر محمد نذیر ډاډ ورکړ،چې یاده پروژه به په ښه کیفیت سره په معیاري ډول په ټاکلې موده کې ترسره شي،همدا راز د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد وویل، د پروژې له چارو څخه به په ښه توګه څارنه ترسره کړي،ترڅو د سیمې خلکو ته په شفاف ډول یاده پروژه تطبیق کړي.

په همدې حال کې د کوز کونړ ولسوال اسماعیل شینواري،د خاص کونړ ولسوال، قومي مشرانو ملک محمد ایوب،حاجي محمد الدین، استاد غفوري او یو شمیر نورو د یاد سړک د چارو وړاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د څلور کلن ځنډ وروسته یې د دوی د سړک نیمګړې چارې پیل کړې .
دوی زیاته کړه، د یاد سړک په جوړیدو سره به د ننګرهار او کونړ یو شمیر ولسوالۍ سره وتړل شي او له امله به یې په اقتصادي،پوهنیز او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه هم رامنځته شي.

یادو مخورو همدا راز د دوی په سیمه کې د سیلابونو له ګواښ څخه د ځمکو د ژغورلو په موخه د استنادي دیوالونو جوړولو،د یاد سړک د مخکیني قراردادي د چارو اړوند څېړنې ترسره کولو،پوهنیز،روغتیا او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنې وکړې.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،کوز کونړ ولسوالۍ کې همدا راز د ۹۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلان او تر کار لاندې دي او له خلکو یې د یادو چارو د ګړندیتوب په موخه د محلي ادارې له قانوني چارو ملاتړ او همکارۍ ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې ګڼ شمیر دریدلې پروژې د کلونو خنډ وروسته پیل شوي دي .


راپورونه او مرکې ننګرهار
t