د سیداباد له ۸۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

د سیداباد له ۸۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ریاست له لوري د سیداباد ولسولۍ له ۸۶ کورنیو سره چې کورونه یې په قسمې ډول متظرر شوي وو او همداراز ۸ هغه کورنیو سره چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو د غذایي او غیر غذایي موادو مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د نوموړو مرستو د وېښ پر مهال د میدان وردګو والي مظفرالدین یمین د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې د رییس له هلو ځلو څخه مننه وکړه چې د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو د ترسره کولو زمینه یې برابره کړې ښاغلي یمین همداراز له ولسونو څخه وغوښتل چې د خپل مشروع دولت په څنګ کې ودریږي او هیچا ته د ظلم اجازه ورنکړي.
د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رییس محمد فارق ځواک په خپلو خبرو کې وویل د یادو مرستو په ترکیب کې له هغه کورنیو سره چې کورونه یې په قسمي ډول تخریب دي له هرې کورنۍ سره د ۱۵۰کیلو ګرامه اوړه، ۵۰ کیلو ګرامه وریجې، یوه کمپله شامل دي او همداراز له هغه کورنیو سره چې کورونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي د ۱۵ زره افغانیو مرسته کیږي.



t