غزني: د کتلوي معافيت او واکسينو نوې ودانۍ جوړه شوه

غزني: د کتلوي معافيت او واکسينو نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني د عامي روغتيا رياست اړوند د معافيت کتلوي او واکسينونو د ساتني يا معافيت کتلوي ودانۍ چې په اړينو وسايلو سمباله ده نن د والي وحيدالله(کليمزي) لخوا د پتۍ په پريکولو سره ګټي اخيستني ته وسپارل شوه.
د والي کليمزي په وينا ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې د يونسيف لخوا د واکسين د نړيوالي اتحاديې(GAVI) په مالي مرسته رغول شوي چې لومړى پوړ يې د واکسينونو د ساتني لپاره لويه او معياري سړه خونه ده او دوهم منزل يې اداري خوني دي.
د هغه په وينا پر دغي ودانۍ ۱۶ مليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.



t