لغمان: نویو ښځینه قالین بافانو ۱۲۶ قالینې تولید کړي

لغمان: نویو ښځینه قالین بافانو ۱۲۶ قالینې تولید کړي

د لغمان په مرکز مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې د کلي والي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام له لارې ۱۲۶ قالینې تولید شوې.
د لغمان ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل د معلوماتو له مخې چې په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې یې له راستانه شویو کډوالو سره ددوی د اقتصادي ستونزو حل او کارپیدا کېدو په موخه ۳۷۰ کورنېو ته د قالینو د جوړیدو کارګاوې او خام مواد ویشلي دي.
نوموړی وایي، په دغه لړ کې تر ۱۲۶ نوې جوړې شوې قالینې مارکېټ ته وړاندې شوې چې په لوړ قیمت پلور شوي دي.
میاخیل وایي، دوی هڅه کوي چې له دې ور اخوا د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې نورو کورنېو ته هم د کار زمینه برابر کړي.




t