میدان وردګ: په روغتيايي برخه کې د ښځينه وو ونډه زياته شوې ده

میدان وردګ: په روغتيايي برخه کې د ښځينه وو ونډه زياته شوې ده

په میدان وردګو ولایت کې د سوېډن کمېټې قابلو کورس ۲۴ قابلې په روغتيايي برخه کې فارغې کړې.
د یادو قابلو په فراغت غونډه کې د میدان وردګو مرستیال والي انجنیرتاج محمد عمري یادو فارغو قابلو او د دوی کورنیو ته مبارکي وویله، دغه راز یې زیاته کړه: تاسو په ټولنه کې د درانه مسؤلیت درلودونکي د مور، ماشوم او ټولنې پالونکې يئ.
عمري له فارغو قابلو وغوښتل: د خپل مسلکيتوب نه په ګټنې سره، هغه مهرباني، درناوی او مینه چې د خپلې میندو سره لري، د نورو میندو سره هم خدمت کولو پروخت وکړئ.
د عامې روغتیا، سوېډن کمېټې د روغتیایې چارو او عامې روغتیا د مرکزي زون د غمغږۍ مسؤلینو په وینا: له دې کورس څخه په اتمه دوره کې ۲۴ قابلې د ټولنې د خدمت په پار فارغې کړې.
یادو مسؤلینو د دوی له کورنیو مننه وکړه، چې خپلې لورګانې یې په سختو شرایطو کې د ولس او ټولنې خدمت ته لیږلې دي، فارغو قابلو ته یې د کاري فرصتونو په پار ډاډ ورکړ، هغه روغتیایي مرکزونو کې چې قابلو ته اړتیا ده، په دندو به وګمارل شي، ترڅو خپلو ولسونو ته د خدمت جوګه شي.
د ولایتي شورا رییس الحاج اخترمحمد طاهري او قومي مشر جنرال بلبل شاه، د عامې روغتیا وزارت، ریاست او سوېډن کمېټې خدمتونو څخه مننه وکړه، د ولایت په ټولو لرې پرتو سیمو کې یو ډول روغتیایي خدامات ترسره کوي، همدارنګه یادو استازو فارغو قابلو ته د کاري فرصتونو برابرولو وغوښتنه وکړه.
د قابلو کورس په میدان وردګو کې له ۲۰۰۴ زيږديز کال راهیسته فعالیت لري، چې تر اوسه يې په اتو دورو کې ټولې ۱۸۰ قابلې د ولس او ټولنې لپاره فارغې کړې دي.




t