د ۳،۸ میلیارده افغانیو پروژې منظورې شوې

د ۳،۸ میلیارده افغانیو پروژې منظورې شوې

د ولسمشر غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې پر ۱۶ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو چې په پاېله کې له ۳،۸ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند په  ۳۴ ولایتونو کې د روغتونونو د ۱۰۲ بابه تمځایونو د جوړولو د پروژې د مودې د غځول هم د کمېسیون غړیو منظور کړل.
د دې ترڅنګ دکورنیو چارو وزارت اړوند د ملي پولیسو د قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ په  ۱۲  او ۱۴ ساحوي او مرکزي سایټونو کې د نوري فایبر شبکې د پراختیا پروژو د تړونونو د وخت د تمدید د منظوري وړاندیزونه هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړل.

غونډې د ټرانسپورټ وزارت اړوند دملکي هوایي چلند ادارې مربوط؛ درې ساېټونو کې د هېواد د درې هوایي ډګرونو د الوتکو د ځغاست لیکې (Runway) د څراغونو او د ډګر د څراغونو (Papi Light System) د پېرودلو پروژه؛ د تخنیکي ستونزو له امله بېرته ولېږدوله او لارښوونه  یې وکړه چې د ملکي هوایي چلند ادارې، مالیې او انرژي او اوبو وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ګډ پلاوی دې د پېشنهادي شرکت د مشابه پروژو ارزونه وکړي او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د افغانستان سټلایټ لپاره د ځمکني سېستم د برابرولو او نصب پروژه، د ملي تدارکاتو کمېسیون رد او لارښوونه یې وکړه چې یاده پروژه دې یو ځل بیا د داوطلبۍ په موخه اعلان ته ورکړل شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماندانو ته د زغره والو موټرو  د پېرودلو په تړاو پېشنهادي طرحه هم کمېسیون منظور کړه.

د غه راز د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپورونو هم بحث وشو چې د کمېسیون لخوا منظور شول.

د غونډې په پای کې د ملي دفاع وزارت اړوند د چرګانو د یو قلم غوښې د برابرولو او تدارک پروژې په تړاو د ملي تدارکاتو کمېسیون فورم کې د افغان چرګانو تر اتحادیې لاندې د شرکتونو د نومونو د درجولو په اړه د دې ادارې وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.




t