غزني: د ۱۰۰ بستریز روغتون چارې له ۱۰ کلن ځنډ وروسته پیل شوې

غزني: د ۱۰۰ بستریز روغتون چارې له ۱۰ کلن ځنډ وروسته پیل شوې

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» نن ښار ته څیرمه د کلای جوز سیمه کې د دي ولایت د سل (۱۰۰) بستریز روغتون د نوي ودانۍ د رغولو له چارو څخه لیدنه وکړه.
والي کلیمزي د یادي پروژي مسئولینو ته جدي سپارښتنه وکړه څو د سل بستره روغتون د رغولو چاري ګړندۍ او ترڅنګ یې کیفیت ته هم جدي توجه وکړي.
هغه د یادي پروژي انجنیرانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاده دي وي چې د غزني ولایت د سل بستریز روغتون چاري له څه باندي لس کلن ځنډ وروسته روان کال د کورو جوړونۍ د تصدۍ لخوا بیا پیل شو.



غزني. د ۱۰۰ بستریز روغتون
t