په ۶ میلیونه افغانیو د روښان مینې پارک جوړیږي

په ۶ میلیونه افغانیو د روښان مینې پارک جوړیږي

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په دوه نیم جریبه ځمکه کې د روښان مینې تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې،چې د ۶ میاشتو په موده کې به بشپړي شي .
د جلال اباد سرپرست ښاروال روح الامین حسن وایي، یاد پارک په عصري او اساسي بڼه جوړیږي،چې د ماشومانو او لویانو د تفریح او ناستې مناسب ځایونه او نور اړین ملحقات به ولري،چې د دوی په همغږۍ د یو این هبیتات د ښاري خوندیتوب او امنیت پروګرام په مرسته به جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي .
په ورته وخت کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د هېواد خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کليزې په پار د مخابراتو څلورلارې نه تر امير شهيد بڼ پورې د غزېدلي سړک د ګلدانونو د ترميم او جوړولو چارې پیل کړي .




t