د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه؛ مختلف موضوعات بحث شوي

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه؛ مختلف موضوعات بحث شوي

د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې لومړی، د هېواد جمهوررئیس په کابل او ولایتونو کې د دښمنانو بزدلانه بریدونه، چې د یو شمېر بېګناه هېوادوالو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د شهادت او ټپي کېدو لامل شول، په سختو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې په ماشومانو بریدونه د دین او افغانیت نښه نه ده، دغه عمل به د سولې په پروسه کې د امتیاز اخیستو لامل نشي او نه به هم د خلکو د اعتبار او عزت وړ وګرځي.

همداراز جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د پخواني رئیس په توګه د عبدالسلام رحیمي خدمتونه وستایل او د کابینې په غونډه کې یې د عالي مقام دفتر د رئیس ډاکتر فیض الله کاکړ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي، په فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار شاه حسین مرتضوي او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د حکومتولۍ او پروګرامونو معاون محمد هارون چخانسوري د ګډون هرکلی وکړ او په ټولو چارو کې یې هغوی ته د لایزال رب له دربار څخه د بریالیتوبونو دعا وکړه.

د اجنډا مطابق، عدلیې وزیر د حقوقي مرستو د تنظیم مقررې طرحه، د رواني روغتیا مقررې طرحه، د قبالو د ترتیب، ثبت او صدور د څرنګوالي طرحه او د واټونو د بین المللي حمل و نقل سیستم د تطبیق طرحه، چې هره یوه یې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او په اړوندو برخو کې د انکشاف لپاره ځانګړی اهمیت لري، غونډې ته وړاندې کړې چې د کابینې غونډې دغه طرحې په پرنسیپ کې تصویب کړې او عدلیې وزارت مؤظف شو چې یادې طرحې د کابینې غونډې اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

ورپسې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کانکور ازموینې اخیستو طرزالعمل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

د کابینې غونډې، یاد طرزالعمل په پرنسیپ کې تصویب کړ او لوړو زده کړو وزارت یې مؤظف کړ چې دغه طرز العمل د غونډې د یادونې مطابق تصحیح کړي او د مالیې وزارت په همکارۍ دې د هغه د عامه پوهاوي پلان ترتیب او تطبیق کړي.

وروسته، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین په انلاین ډول د مالیاتي اظهارنامو د ورکړې د تطبیق په اړه د هغه وزارت غوښتنه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، چې په انلاین ډول د اظهارنامو ورکړې مالیه ورکوونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي. یاده طرحه د کابینې غونډې تصویب کړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت،  د ځواکمنو ماشومانو نوښت (ECI) غیر انتفاعي مؤسسې له لوري د دارالایتام جوړونې لپاره د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د ۷ جریبه دولتي ځمکې د موازې اجارې غوښتنه، غونډې ته وړاندې کړه.

د کابینې غونډې ددې وزارت غوښتنه په پرنسیپ کې تصویب کړه، د ښار جوړولو او ځمکو، د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر دفتر یې موظف کړل چې ټاکل شویو اهدافو او شرایطو ته په پام د باکیفیته خدمتونو مدیریت، څارنې او څرنګوالي لپاره درې اړخیزه هوکړه‌ لیک ترتیب او ترسره کړي. همداراز د کابینې غونډې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت موظف کړ چې موازي ۷ جریبه بدیله ځمکه چې له وړاندې ټاکل شوې، تدارک او انتقال کړي.



t