لغمان: د کلیو او پراختیا وزارت لسګونه لویې او وړې پروژې پیلوي

لغمان: د کلیو او پراختیا وزارت لسګونه لویې او وړې پروژې پیلوي

په لغمان ولایت کې به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري لسګونه سترې او کوچنۍ پروژې پیل شي.
دغه څرګندونې تېره ورځ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس سره په لیدنه کې وکړې.
دلغمان ولایت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې چې تېره ورځ یې د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي، مالي او اداري مرستيال معراج الدين شمس، د برنامو مرستيال عيسی قدرت او د برنامو له يو شمېر نورو مسوولينو سره په جدا جدا ليدنو کې د دې ولايت لپاره په ځينو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
نوموړی زياتوي د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له رهبرۍ سره يې د لغمان ولايت د ولسونو غوښتنې، پېشنهادات، د بوديجې انتقال، د روانو پروژو د ستونزو حل، راتلوونکي پلانونه او لاسته راوړنې شريکې کړې.



t