خوست: په یعقوبیو او صبریو کې ۳ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

خوست: په یعقوبیو او صبریو کې ۳ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د خوست د یعقوبیو اوصبریو ولسوالي کې دلاغړ، عقبۍ او تور تنګي ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د نوموړو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۰ میلیونه ۵۵۳ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ولسي تړون د اقراء برنامي په چوکات کې د یو کال په موده کې جوریږي، چې دلاغړ کلي ښوونځي ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، دوي اداري خونې،د عقبۍ ښوونځي ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، دوي اداري خونې او د تور تنګي ښوونځي ودانۍ۱۰ درسي، دوي اداري خونې او نورې اړوندې تولې ښوونیږي آسانتیاوي ولري.
د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادو ښوونځيو د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.



t