امریکايي سندرغاړې په سعودي کي خپل کنسرت لغوه کړ

امریکايي سندرغاړې په سعودي کي خپل کنسرت لغوه کړ

تور پوستکي نوموتي امریکایي سندرغاړې نیکي میناج خپل کنسرت چي تمه کیده د جولای پر اتلسمه نیټه د سعودي عربستان په جده ښار کي اجراء کړي، لغوه کړي دي. دا خبر نوموړې رسنیو ته په یو لېږل سوي خط کي ورکړی دی.

مخکي رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي وه، چي نیکي میناج د سعودي عربستان په جده ښار په یو کلتوري فیسټوال کي کنسرت تر سره کوي. د دې اعلان سره ځینو د سعودي پر  حکومت سختي نیوکي هم کړي وي، د خلکو په وینا جده د مسلمانو د تر ټولو سپېڅلي ښار مکې مکرمې ته نزدی ښار دي.

یادي سندرغاړي AFP د فرانسي خبری اژانس ته په خپل لیږل سوی خط کي لیکلي دي: (( له ډېر فکر وروسته مي دا تصمیم ونیوه چي د جدی ښار په نړیوال کلتوري فیسټوال کي برخه نه اخلم.))

امریکايي سندرغاړې نیکي میناج

نیکي میناج زیاتوي: (( په داسي حال کي چي زه نور څه نه غواړم بیله دي چي د سعودي مینوال ته شو وړاندي کړم. ما خپل ځان په دي موضوع ښه پوه کړ، زما باور دا دي چي زه باید د ښځو د حقونو او د بیان د ازادي لپاره خپل ملاتړ لا ښه روښانه کړم.))

د یادي سندرغاړي اشاره شاید د سعودي عربستان سخت قوانین وي چي د ښځو ازادي او د بیان ازادي په کي په هیڅ شمار ده، که څه هم اوس مهال په سعودي کي ښځو ته نسبي ازادي ورکول سوي ده، خو هغه هم د محدیتونو خالي نه ده او د بیان ازادي هم د یو لړ محدیتونو سره مخ ده.

په نیویارک کي د بشر د حقونو د ملاتړ بنسټ هم ویلي دي چي نیکي منیاج په یو ورلیږل سوي خط کي دا منلي ده چي د جدي ښار د کلتوري فیسټوال څخه وتلې ده.


بالیووډ فلمي نړۍ
t